انساني قاچاق وړونکي د ګټې لپاره د خلکو په ژوند سوداګري کوي
دوی خلک په غیرقانوني او خطرناک ډول انګلستان ته راوړي چې ډیری وختونه د هغوی د مرګ لامل کېږي. که چېرې تاسو د داسې کوم چا په اړه معلومات لرئ چې د کډوالۍ اړوندسازمان شوي جرم کې ښکېل وي، نو زموږ خیریه ادارې ته يې په اړه ووایاست - تاسو کولای شئ د خلکو ژوند په ژغورلو کې مرسته وکړئ.

په 100 سلنه ناپېژاند ډول معلومات ورکړئ
د کډوالۍ اړوند سازمان شوی جرم یوه جدي ستونزه ده چې نه یوازې په ښکېلو کسانو بلکې په پراخه کچه په ټولنه هم اغیزه کوي. جرمي ډلې له زیان منونکو خلکو څخه ناوړه ګټه پورته کوي، ډیری وختونه دوی خطرناک او غیر انساني شرایطو ته اړ باسي تر څو په غیرقانوني ډول انګلستان ته ننوځي. دا سازمان شوې جرمي ډلې د انساني کړاوونو څخه ګټه پورته کوي او د دوی کړنې ډیری وختونه سختې پایلې هم لري:
د ژوند له لاسه ورکول
اکثراً ډیری کډوال له ګڼې ګوڼې په ډکو او غير خوندي موټرو یا کښتیو کې له ژوند ګواښوونکو سفرونو سره مخ کیږي. په غميز ډول، هر څوک له دې سفر څخه ژوندی نه راوځي. په خطرناکو شرایطو کې د سختې هوا سره مخ کیدل، د خوړو او اوبو نشتوالی او د ډوبیدو یا ساه بندیدو خطر شامل دي. دا سفرونه ډیری وخت د ښه ژوند ژمنې په کولو سره ترسره کیږي، مګر حقيقت خورا ډیر دردوونکی دی.
په ټولنې اغیز
د سازمان شویو جرمي ډلو شتون کولای شي په ټولنو کې د تاوتریخوالي او جرمي فعالیتونو د زیاتوالي لامل شي. دا ډلې ډیری وختونه په نورو غیرقانوني فعالیتونو کې ښکېلې وي لکه د نشه یي توکو قاچاق، د پیسو سپینول او له تاوتریخوالي ډک جرمونه چې په ټولنه کې هر څوک زیانمنوي.
استثمار (ناوړه ګټه اخيستنه) او عصري غلامي
کډوال اکثرا استثماري کار یا جنسي کار ته اړ ایستل کیږي، په وېره کې ژوند کوي او د مرستې غوښتلو توان نه لري. دوی ښايي په غير خوندي شرایطو کې د لږ معاش په بدل کې يا پرته له کوم معاش څخه کار کولو ته اړ ایستل شي او ورسره د دوی خوځښت او اړیکې د دې جرمي ډلو لخوا په کلکه کنټرولېږي.
کورنۍ او ملګري
هغه خلک چې دا دردوونکي سفرونه یې په خپله کړي وي، په دې خطرناکو او احتمالي وژونکو سفرونو کې د ناوړه ګټې اخيستنې او تاوتریخوالي د کچې او خطرونو په اړه پوهېږي.
که تاسو داسې څوک پیژنئ چې په غیرقانوني ډول انګلستان ته د ننوتلو لپاره له خطر څخه ډک سفر پلان لري، نو سمدلاسه زموږ له خیریه ادارې سره اړیکه ونیسئ. ستاسو عمل کولای شي د یوې غمیزې مخه ونیسي او د يو چا ژوند وژغوري.
د کډوالۍ په سازمان شویو جرمونو کې د ښکېلتیا نښې نښانې پیژندل کولای شي د خطر سره مخ کسانو په ساتنه کې مرسته وکړي او د جرمي فعالیتونو مخه ونیسي.
دلته ځینې مهم عوامل (نښې نښانې) ذکر شوي دي چې باید ورته پام وشي:
نښې په نښه کړئ:
شکمن آنلاین فعالیت: د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونو او د موبايل پیغام رسولو اپلېکېشنونو څخه د شکمن آنلاین فعالیت په اړه راپور ورکړئ. ډیری قاچاق کوونکي د قربانیانو د کارګمارنې او استثمار لپاره ډیجیټل چینلونه لکه ټیک ټاک او فیسبوک کاروي
په ساحلي ځایونو کې غیر معمولي فعالیت: په انګلستان کې په ګوښه ساحلي سیمو کې شکمن حرکتونه کولای شي غیر قانوني فعالیتونه په ګوته کړي. پدې کې ډیری وخت له تيارې (تورتم) څخه په ګټې اخيستنې د کښتیو راتګ یا تګ شامل وي یا خلک د کښتیو ترمنځ لیږدول کیږي. کیدای شي دا اشخاص بیا سیمه ییزو ټولنو ته لاره پیدا کړي، پکې ځان مدغم کړي او خپل سفر ته پرته له پېژندل کېدو څخه دوام ورکړي.
له موټرو څخه راوتونکي خلک: هغه کسان چې د سرويس په تمځايونو یا د سرک په غاړو کې د لاریو یا وین موټرو له شاتنۍ برخې څخه راوځي، په ځانګړې توګه ساحلي او بندري ځایونو ته نږدې، د انساني قاچاق نښه کېدای شي. دا اشخاص ممکن لار ورکي، ویره لرونکي یا په کمزوري فزیکي حالت کې تر سترګو شي.
ستاسو په سیمه ییزه ټولنه کې: تاسو ښايي په خپله ټولنه کې د هغو اشخاصو څخه خبر یاست چې په غیر قانوني ډول انګلستان ته د زیان منونکو خلکو په راوستلو کې ښکېل دي.که تاسو انګلستان ته د خپل خطرناک سفر کوم جزئیات په یاد لرئ، نو موږ ته يې په اړه ووایاست، دا کولای شي د خلکو ژوند په ژغورلو کې مرسته وکړي.
تاسو د دې کار تر شا د مجرمینو د مخنیوي لپاره څه کولای شئ؟
په بېړني حالت کې تل له 999 شمېرې سره اړيکه ونيسئ.
که تاسو د خبرداري کومې نښې لیدلي وي، جرم مو لیدلی وي یا د کوم جرم تر شا د مجرمینو په اړه معلومات لرئ، نو په 100 سلنه ناپېژاند ډول يې په اړه زموږ خیریه ادارې ته خبر ورکړئ.
هغه ډول جزئیات چې مرسته کولای شي عبارت دي له:
څوک جرم ترسره کوي؟ حتی که چېرې تاسو يې په نوم هم نه پوهېږئ، د شخص/خلکو په اړه هر ډول توضیحات، لکه دوی څه ډول ښکاري/معلومېږي، هغه ژبه چې دوی پرې خبرې کوي یا د هر هغه موټر ساخت، ماډل یا ثبت شمېره چې دوی یې کاروي، ګټور معلومات دي.
کله او چیرته مو یو جرمي یا مشکوک شی ولیدلو؟ بیا هم، کومه خبره نه ده که تاسو ټول کره جزئیات نه لرئ، مګر د موقعیت یا وخت په اړه هر ډول معلومات، که دلته په انګلستان کې وي یا بهر، ګټور ثابتېدای شي.
تاسو څه ولیدل/تاسو په څه پوهېږئ؟ هر څومره چې تاسو د هغه څه په اړه چې لیدلي، پرې پوهېږئ یا پرې شک لرئ، ډیر توضيحات ورکولای شئ، هم هغومره به ښه وي. هر څومره چې معلومات روښانه وي، هغومره به د چارواکو سره د لوی انځور په جوړولو کې مرسته وکړي. په دې کې داسې شیان شاملېدای شي لکه د ټولنیزو رسنیو د هر ډول پیژندل شوي چینل کارول او د ټولنې کوم نا اشنا غړی چې په مکرر ډول د هغو کسانو سره لیدنه کوي چې تاسو پرې شک لرئ. په هر حال، هر ډول معلومات، که ډېر کوچني هم وي، ګټور ثابتېدای شي.
که تاسو د داسې کوم چا په اړه پوهېږئ چې غواړي په غیر قانوني ډول انګلستان ته د ننوتلو لپاره خطرناک سفر وکړي، نو د مهربانۍ له مخې سمدلاسه زموږ خیریه ادارې سره اړیکه ونیسئ. ستاسو معلومات کولای شي د یوې غمیزې مخه ونیسي او ژوند وژغوري.
ریښتینې کیسې، ریښتینې اغیزې
د کډوالۍ سازمان شویو جرمونو په اغیزې پوهېدل ښايي خورا اغېزناک وي. دا دوه کیسې انساني زيان روښانه کوي:
یو غمجن سفر: په یوه قضیه کې، د کډوالو یوه ډله د لارۍ په شاتنۍ برخه کې وموندل شوه چې بدنونه يې د اوبو له کمښت او تودوخې وهلي حالت څخه کړېدل. له دوی سره انګلستان ته د خوندي رسولو ژمنه شوي وه، خو پر ځای یې دوی له وحشتناکو شرایطو سره مخ شول. په خواشينۍ سره، دوی ټول له سفر څخه ژوندي تېر نشول.
د ټولنې انعطاف منونکی والی: په یوه ساحلي ښارګوټي کې، اوسېدونکو د کښتیو غیر معمولي فعالیت ولید او چارواکو ته یې په اړه راپور ورکړ. د دوی ځيرکتيا د انساني قاچاق د عملیاتو د کشف لامل شوه چې په پایله کې یې څو کډوال وژغورل شول او قاچاق وړونکي ونیول شول.
د کډوالۍ سازمان شوی جرم یوه پیچلې ستونزه ده، خو موږ کولای شو د زیان منونکو اشخاصو او د خپلو ټولنو د ساتنې په وسيله د هغې په پای ته رسولو کې مرسته وکړو. زموږ له خیریه ادارې سره خبرې کول کولای شي د پام وړ بدلون رامنځته کړي.
موږ په دې پوهېږو چې کېدای شي خبرې کول ډېر وېروونکي وي - تاسو نه غواړئ چې څوک په دې پوه شي چې تاسو څه ویلي دي. موږ هیڅکله دا نه پوښتو چې تاسو څوک یاست یا تاسو د کوم ځای یاست، یوازې ددې پوښتنه کوو چې د جرم او ښکیلو مجرمینو په اړه په څه پوهېږئ.
په ګډه، موږ کولای شو د کډوالۍ د سازمان شویو جرمونو مسير بدل کړو او د هر چا لپاره یوه خوندي او عادلانه ټولنه جوړه کړو.
زموږ خيريه اداره هیڅکله دا نه پوښتي چې تاسو څوک یاست یا تاسو د کوم ځای یاست، یوازې د دې پوښتنه کوي چې د جرم او ښکیلو مجرمینو په اړه په څه پوهېږئ. نه پولیس، نه محکمې، نه قضاوت.